IQNA

 د اسلام په ضد په سیاسی اورسندوئي یرغلونو باندې د پاریس د اعظم جومات د مسئولانو سخت اعتراض

15:49 - June 23, 2024
د خبر لمبر: 3489421
ایکنا – د پاریس اعظم جومات مسئولانو،د اسلام په ضد سیاسی او رسندوئي پروپیګنډې او یرغلونه  چې په وروستیو میاشتو کې په فرانسې کې زیات شوي دي، په سخته محکوم کړل.

 ایکنانیوز د النهار له قوله راپور راکړ،د پاریس اعظم جومات مسئولانو د اسلام په ضد پر هغو سیاسی او رسندوئي پروپیګنډو او یرغلونو باندې چې په وروستیو څو میاشتو کې په فرانسې کې زیات شوي دي،د پاریس د اعظم جومات د شورا  په  ناستې کې په سخته محکوم کړي دي.

د پاریس اعظم جومات  د یوې اعلامیې په خپرولو سره دې ته په اشارې سره چې په وروستیو انتخاباتو کې په مسلمانانو او اسلام باندې د سیاسی او رسیندوئي یرغلونو زیاتیدا د دوي اندیښنې ډيرې زیاتې کړي دي، ټينګار کړی دی چې سیاستوالان او خبریالان او لیکوالان  په مختلفو موضوعګانو کې د اسلام د دستوراتو د سطحي تحلیل بیانولو ته مخه کوي.

ددغه جومات په اعلامیې کې وئیل شوي د ي، په سیاسی او رسیندوئي خبرو کې  د اسلام له بشپړ نظام څخه ناوړه استفاده غالبا منفی ده او دا چاره  اسلامی اورګانونه مجبوروي چې په دغو بحثونو کې دخالت وکړي.

په همدې خاطر د پاریس اعظم جومات مسئولان  له سیاسی رهبرانو غواړي څو  د خپل صلاحیّت  پر حوزو  په تمرکز سره دې دغې ژمنتیا ته  د احترام په سترګه وګوري.  په خپرې شوي اعلامیېې کې ټینګار شوی دی؛ په دغه سخت پړاؤ کې چې د فرانسې دجمهوریت  انساني ارزښتونه  دامتحان په حال کې دي، د  مونږ په ښاریزو کې د بې  اعتمادئ او ویرې  څپه په پراختیا ده.دغه وضعیّت  پر مسلمانانو هم اغیزې شیندي ،مونږ له اسلامه د پوهې د زیاتیدا غوښتونکي یوو.

 په دغې اعلامیې کې همداراز راغلي دي، یوازینی فعال ګډون په تیره بیا د راې ورکولو له لارې فعال ګډون، لامل کیږي، د و ګړو غږ واوریدل شي. هر ښاریز د ا توانمني لري چې  دیوې عادلانه  او محترمانه  ټولنې په جوړولو کې ګډ،ن  وکړي.

د پاریس اعظم جومات د شورا د اعلامیې په پاي کې ټينګار شوی دی، مونږ د متقابل  احترام غوښتونکي یوو او له سیاستوالانو غواړو   د اسلام او مسلمانو په باب له وسواس څخه لاس واخلي او د ټولنې په وړاندې پر واقعي چیلنجونو او مشکلاتو  دې تمرکز وکړي.

https://iqna.ir/fa/news/4222653/

captcha